په پکتيا کې مشاعره وشوه.   مېرمن بهیر اغلې بلقیس محبوبي حقیق ولمانځله!    کابل ادبي بنډار د ارواښاد پسرلي په ياد غونډه وکړه   جلالکوټ ادبي خوځښت د استاد پسرلي په یاد غونډه وکړه   په مزارکې دصدیق پسرلي یادغونډه جوړه شوه.  
زيارت ۴ غویی ۱۳۹۳

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

Slideshow Image 1

وروستي عنوانونه

په پکتيا کې مشاعره وشوه.


مېرمن بهیر اغلې بلقیس محبوبي حقیق ولمانځله!


کابل ادبي بنډار د ارواښاد پسرلي په ياد غونډه وکړه


جلالکوټ ادبي خوځښت د استاد پسرلي په یاد غونډه وکړه


په مزارکې دصدیق پسرلي یادغونډه جوړه شوه.


دافغانستان دهنراوکلتوري ودې ټولنې دغمرازۍ پېغام


د استاد پسرلي پر مړینه د سیاستوالو خواخوږي


لیکوال او شاعر استاد محمد صدیق پسرلی وفات شو


د وینزویلا د ښکلا پخوانۍ ملکه ووژل شوه


خوست میشتو ته په زړه پورې زيری


د چین د سینماګانو بې ساري عواید


د «ولوله» مجلې دويمه ګڼه تازه له چاپه راووته


ويډيو

د بازمحمد عابد نظم

 

دا افغنستان دی لطیف ننگرهاری

 
د ورځې کاريکاتور


ويډيو

د بازمحمد عابد نظم

 

دا افغنستان دی لطیف ننگرهاری

 
د ورځې کاريکاتور


خان عبد الغفار خان، ژوند او سوله ایزه مبارزه

Share




 

ګل آغا احمدي وردګ

د پيل خبره

د خان عبدالغفار خان نوم نن نه یوازې په سیمه ایزه بلکي په نړیواله کچه د ډیرو سوله دوستو او سوله خوښوونکو اړخونو، پرګنو، علمي کړیو، پوهنیزو او څیړنیزو مرکزونو او مبارزو شخصیتونو په مجلسونو کې یادیږي او نوموړی د یوه سوله مبارز شخصیت په توګه پيژني.

همدارنګه د خان عبدالغفارخان مبارزه چې له تاوتریخوالي څخه په ډه ډه کولو یا د عدم تشدد پر بنسټ ولاړه وه، نن د ډیرو مبارزو وګړو خوښیږي او روانو غورځنګونو ته د خپلو حقوقو د لاسته راوړلو په موخه  د خان عبدالغفارخان او مهاتما ګاندي په څیر د مبارزې وړاندیز کوي څو سیمه، نړۍ او د نړۍ وګړي د ترهګرۍ، وژنو، وینې تویولو او تاوتریخوالي له خونړیو څپو څخه و ژغورل شي.

خان عبدالغفارخان څوک دی؟

خان عبدالغفارخان په څو مختلفو نومونو مشهور دی لکه فخر افغان ، باچاخان ، بادشاه خان او د سرحد ګاندي. نوموړی  د پېښور د هشنغر سيمې د اتمانزو د کلي د خان بهرام خان محمدزي په کور کې په ۱۸۹۰ میلادي کال زیږیدلی او د ۱۹۸۸ کال تر جنوري میاشتې پورې یې ژوند کړی دی. عبدالغفارخان د عدم تشدد په موخه د خدایي خدمتګار يوه ټولنه جوړه کړه او د انګرېزي ښکیلاک په مقابل کې یې د وخت د نوموتي هندي سياستوال مهاتما ګاندي سره يو ځای مبارزه پیل کړه.

تاریخي پس منظر

عبدالغفار خان د ترنکزو د حاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا د استعمار په ضد د افغانانو د را ويښولو او ملي حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامې تر سره کړې  دي. نوموړي په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او سیمې د بيرته تللو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه  او دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله شوه. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانګرس په ملګرتيا د هندوستان د نيمې وچې د ازادولو لپاره زياتې مبارزې وکړې او له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت په جرم په ۷ کاله بند محکوم شو.

عبدالغفار خان په لومړۍ نړیواله جګړه کې د انګرېزانو سره د نه همکارۍ په جرم د کانګرس د نورو مشرانو سره یو ځای ۲ کاله په زندان کې تیر کړل او د ( ۱۹۴۷ م) کال را په ديخوا د پښتنو د ملي خپلواکۍ د غوښتلو په جرم پاکستاني مستبدو حکومتونو په وار، وار جيل ته لېږلی دی.

له زندان څخه د خان عبدالغفارخان د یوه لیک نمونه

خان عبدالغفارخان (فخر افغان، پاچا خان) په خپل يوه تاريخي ليک کې د ( ۱۹۳۵ م) د می په پنځه ويشتمه چې د سابرمني، سنټرل جيل احمدآباد څخه د حکيم عبدالخالق خليق په نامه ليکلی دی داسې کاږي:

)خوږه خليقه خوشاله اوسې،

السلام عليکم و رحمت الله و برکاته

د بمبيي نه د جدا کيدو په وخت کې ما له تا سره وعده کړې وه چې زما په خيال کې هر وخت ستاسو متعلق څه خبر راشي نو تاسو به پرې خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتار شوم. جيل خانه کې مې هم ته ياد وې او خدايي خدمتګار مې هم هير نه وو ليکن داسې څه خيال مې پېدا شوي نه وو چې تاسو ته مې ليکلي وای. تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلي وی، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او د خدايي خدمتګارو متعلق خلکو ته لږ غوندې حالات څرګند کړي وو. د هندوستان د خلکو د سرحد او خدايي خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دی چې زه په خپله دوره هرې صوبې ته تللی يم، نو د خلکو اوله مطالبه دا وه چې موږ ته د سرحد او خدايي خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړه. خير دې کې به خير وي، د الله تعالی هر کار د خير دی، ولې مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چې موږ ظاهر بين يو. لږ غوندې ظاهري تکليف چې را باندې راشي نو بيا مو وار خطا وي. زه په خپل قيد خفه نه يم ولې چې څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکاريده چې زه خو بهر يم او زما بعضې خدايي خدمتګاران وروڼه دې په جيل خانه کې وي او ما صرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه نه ګڼله. خدايي خدمتګارانو وروڼو چې د جيلخانو بې اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړې وې، هغه يې پرېښودې که لا هغه شان پکښې اخته دي؟ که چيرې په صداقت سره يې دا بد عادتونه پرې نه ښودل او رښتيني خدايي خدمتګاران نه شول، نو دا ټولې قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت شوی پښتون به بيا پريوځي ولې چې زموږ د کاميابۍ راز په رښتيني خدايي حدمتګارانو کې دی. زه چې کله دې جيل ته راغلی يم نو همېشه ناجوړه يم، ولې چې ددې ځای آب او هوا په ما صافه نه ده. بل زه يوازې يم، داسې يو سړی نشته چې تبادله خيالات ورسره وکړم. زما په خيالاتو که چيرې زه سرحد يا پنجاب ته بدل شم نو شايد چې ښه شم ليکن د پنجاب او سرحد حکومتونو زما د اخیستو نه انکار وکړ او تر اوسه پورې دې حکومت هم زه بلې جيلخانی ته بدل نه کړم. تاسو زما څه فکر مه کوي ، خپل کار کوئ، که چيری الله تعالی زما د وجود نه د خپل مخلوق خدمت اخېستل منظور وي نو ما له به صحت هم راکړي. دا د هغه طرف نه په ما يو بل ازمايش دی. تاسو راته دعا کوی چې ما پکښې الله تعالی کامياب کړي او ما له صبر او استقبال راکړي. زه قيدي يم، زه هر چاته خط ليکلی نه شم ولې چې زما خپل اختيار نه دی. دا خط زما ټولو خدايې خدمتګارو ته ښکاره کړئ او زما ډير سلامونه ورته وواياست. زه همېشه تاسو ته دعا کوم او اميد دی چې تاسو به هم په هره جمعه کې ماته دعا کوی چې الله تعالی ما ددې لايق کړي چې زه د هغه د مخلوق خدمت وکړی شم او ماته روغ او ښه صحت راکړي. آمين فقط ستا ورور عبدالغفار).

له کابل څخه پېښور ته د عبدالغفارخان ستنیدل

خان عبدالغفار خان په ۱۹۷۰ کال کې چې د ذوالفقار علی بهټو د حکومت دور وو د نيشنل عوامي پارټي د صوبايي حکومت په بلنه له کابل څخه پېښور ته ولاړ او کله چې هغه حکومت ړنګ شو نو بيرته افغانستان ته ستون شو او تر ( ۱۹۸۰ م) کال پورې کله په کابل او کله په ننګرهار کې اوسيده. دی د افغانانو، د ملي آزادي غوښتونکو او وطنپالونکو لوی لارښود او (بابا) وو او حضور يې د افغانستان او سيمې د ازاديخواهانو لپاره د بل مشال او ډیوې په څیر وو. ده د جنرال ضياءالحق د حکومت په دور کې سختې ورځې او شپې تيرولې څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپېښيدلو او د مغز فلجيدولو وروسته په کال ( ۱۳۶۶ ش) د سلواغې په لومړۍ نېټه د چهارشنبې د سهار په څلورو بجو او په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په ليډي ريډنګ روغتون کې وفات شو او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعې په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش)کال د سلواغې په دريمه ( ۱۹۸۹ م) د جنورۍ په شلمه په ډيره درناوی د ننګرهار په مرکز جلال آباد کې خاورو ته وسپارله شوه.

د ځينو ملي مجاهدينو تنظيمونه چې د افغانستان جهادي معرکې یې د هيواد د ازادۍ، خاورې د تماميت، ننګ او ناموس ساتلو په نيت په لاره اچولې وې او د روس له ښکیلاک څخه یې د هیواد د آزادۍ په لاره کې مبارزه کړې او تاريخی وياړونه يې په برخه شوي دي، د خان عبدالغفارخان د دغه ناوړه تفسير څخه چې هغه د روس او امريکا د سياسي رقابتونو او دښمنيو څخه را ولاړې پیښی بولې، ګېله مند وو او ددغه ډول اشخاصو څرګندونې یې له واقعیت څخه لرې ګڼلې او د افغانستان په چارو کې یې د پاکستان د جاسوسي کړیو هر ډول لاسوهنه مغرضانه، خطرناکه، زهرجنه او د افغانانو په زیان ګڼله چې بیا وروسته افغانانو ته ثابته شوه چې پاکستان د خدای (ج) لپاره مرسته نه ورسره کوي بلکي د پاکستاني جاسوسي کړیو د بل کړي اور له امله اوس هم هره ورځ سلګونه افغانان په ډیره بې پروا توګه له منځه ځي او زموږ هیواد تر دې مهاله د بشپړې آرامۍ ساه نه ده کښلې.

خان عبدالغفار خان د نورو په آند

د خان عبدالغفارخان په هکله ډیرو خلکو نظر ورکړی او ډیر اړخونه اوس هم د هغه په ژوند او مبارزه نظر ورکوي چې موږ د ځینو نظریاتو لنډیز یا نچوړ را اخلو چې د دې مبارزې څیرې په هکله خپاره شوي دي.

مسلمانان در نهضت ازادی هندوستان اثر په خپل ( ۱۲۸ ) مخ کې د خان عبدالغفارخان د ملي مبارزو په هلکه ليکي: (... در همان هنګام که دولت کاملاً بر اوضاع مسلط بود و به وسيله زور و سر نيزه توانسته بود ملت را وادار په اطاعت سازد، زر نواحی مرز هند و مخصوصاً در ميان قبايل سلحشور و مسلمان پتانها آشوب و انقلاب عظيم بر ضد دولت بر پا نمود. مسلمانان اين ايالات مرزی به رهبری خان عبدالغفارخان جبهه نيرومند تشکيل داده در برابر حکومت مستبدانه و رعب آميز انګليس ایستادګی ومقاومت کردند. جواهر لال نهرو در توصيف اين رهبر جنګجوی پتان ميګويد: از دهکده به دهکده ميرفت و برای افراد آهنين جمعيت سرخ پوشان پايګاه په وجود می آورد. اين شخص و پيروانش خاری در چشم دولت بودند. موقعیت و نفوذ او در ايالت مرزی کمتر از موقعیت و نفوذ ګاندی در سراسر هندوستان نه بود. اتفاقاً در ميان او و ګاندی ارتباط بر قرار شد و جمعيت سرخ پيراهنان به حزب کانګرس پيوست. چنانچه از سخن نهرو بر می ايد قيام خان عبدالغفار خان در آغاز ارتباطی با ګاندی و حزب کنګره ملی هندوستان نداشته وخود او با انګيزه ګسيختن زنجير استعمار برتانيه و بدست آوردن استقلال نهضت بزرګ و خونين شروع کرده است و بعد ها وقتيکه کارګردانان حزب کنګره استقلال را در برنامه يې خود قرار داده و نيرو های خود را در اين راه بکار انداختند، با انها همګام شده و به عضويت کنګره در امده است.) همدغه تاریخ په بل ځای کې لیکي: جميعت سرخ پوشان و رهبر شان خان عبدالغفار خان حقی عظيمی بر جنبش ملی هند دارند...)

خان عبدالغفارخان په هغه ليک کې چې ( Abdul ghafar khan fait is a  battle D.G Tender ) د کتاب له پاره ليږلی او هغه دغه ليک د خپل کتاب په څلورم مخ کې کليشه کړی دی، د خپل ژوندانه او عقيدې په هکله داسې لیکي: (... زه چې د اتو، نهو کالو وم او په پيښور کې مې په سکول کې سبق وايه نو اکثره مې لوبی د بنګيانو د بچو سره کولې، زه به مې خپلو ملګرو منع کولم چې دا خو چوړيان دي؟ د دوی سره ولې لوبې کوې؟ ولې زه به د هغوی په دې خبرو نه منع کيدم او نه به زما په زړه د دې خبرو اثر پاتې کیدو. کله چې زه زلمی شوم نو زما تعلقات به اکثر د بې کسه او بیوزله خلکو سره وو، زما دوستان اکثره لوواران، جولاګان ، ترکاڼان او شاخيلان وو حالانکه زه د خان زوی وم. زه چې هلک وم نو د قصر اوريدلو سره مې ډير شوق وو او دا قصې به مې زياتې د خولو او يا کتابو کې اوريدې او ډيرې به مې خوښې وي. بيا مې ژر په طبيعت کې تبديلي راتله او داسې کتابونه مې خوښ وو چې په هغو کې به د داسې خلکو حالات شرح شوي وو چې د انسانيت او د خدای د مخلوق له پاره یې ډير تکليفونه او مصيبتونه تير کړي وو(.

په دوو برخو د هندوستان ویشل

فخر افغان په زغرده د هند په دوه برخو ویشلو سره مخالفت څرګنداوه او د دې تر څنګ پښتنو غوښتل چې د هند سياستوالو سره په ګډه کار وکړي په ځانګړې توګه د سرو کميسونو پښتنو.

همدا رنګه ډېرو نورو پښتنو بيا د هند په دوو برخو وېشنې چې يوه برخه ېې د مسلمانانو خپلواکه ولکه جوړېده او د انګرېزانو د وتلو د آند هرکلی کاوه.

د همدې موخې لپاره ځينو په فخر افغان او ملګرو باندې یې د غیر مسلمانانو د ملګرۍ ټاپه وهله. همدارنګه په کال ۱۹۴۶ میلادي کال په نوموړي باندې يو بريد وشو چې له کبله ېې د پېښور په روغتون کې بستري شو. خان عبدالغفارخان د هندوستان د بیلتون په هکله د کانګرېس پارټۍ د مصلحتي پرېکړې مخنيوی وکړ او هغه پریکړه یې و نه منله چې ګاندي د محمد علي جناح لپاره د عظمی صدارت وړانديز کړی وو خو په پايله کې بادشاه خان او د هغه پلويانو دا احساس کړه چې دواړه د هند او پاکستان لخوا ورسره درغلي وشوه او دوکه شول. د همدې په هکله بادشاه خان (فخرې افغان، غفار خان) ګاندي ته خپلې وروستۍ خبرې په يوه تاريخي لیک کې په دې ډول وکړه (تا موږ د لېوانو خولو ته ورټېل وهلو(

کله چې د پاکستان د نوم پر سر ټولټاکنې کېدې نو باچا خان او د هند کانګرېس ملي پارټۍ د هغو ټولټاکنو څخه په څنګ شول او بايکاټ ېې ترې وکړ. د دې پايله داسې راووته چې په ۱۹۴۷ میلادي کال کې د پاکستان په نوم هېواد ومنل شو او د پاکستان چارواکو له خوا د خيبر پښتونخوا نوم د پښتنو سيمې ته ونومول شو. په قبايلي سيمو کې هم پاکستان د ځينو ملکانو په پيسو اخيستلو سره يوه ټولټاکنه ترسره کړه چې پايله ېې یوازې یو نیم فیصد پښتنو  د پاکستان له موجودیت سره ملاتړ څرګند او پاچا خان یې په بډو اخیستنو تورن کړ. باچا خان او د ولسپاله پښتنو پلويانو سره د دغه نوم سره بډوالی وښوده او له ټولټاکنو څخه بيا په څنګ شول.

د هند په کانګریس پارټۍ، غفارخان، خدایي خدمتګار آزادي غوښتونکې  ټولنې او غړو د پاکستان له خوا د جیلونو او کړاوونو له ګاللو څخه هیڅوک سترګې نه شي پټولی. د افغانانو دې ستر ملي مبارز ته د هندي ناسیونالیست  نوم ورکول ، نه یواځې له واقعیتونو څخه سترګې پټول دي، بلکې دافغانانو د ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دي. همدارنګه باچاخان نه یواځې خپل ټول ژوند د پښتنو یووالي او د ډیورنډ کرښې د مخنیوي لپاره وقف کړی وو، بلکې په عمل کې یې په خپل وصیت سره ، چې وروسته له مړینې یې جنازه په جلال اباد کې خاورو ته وسپارل شوه دغه ارمان تر سره کړیدی او پاکستان یې هیڅکله په رسمیت نه دی پیژندلی. فخر افغان خان عبدالغفار خان د پاکستاني حکومت لخوا شاوخوا ۲۲ کاله جېل ته د افغانانو د قبايلو د يووالي لپاره د کار کولو له کبله غورځېدلی. د پاکستان د وخت حکومت نوموړی د هند او افغانستان د ملګرتيا جوړولو او د پاکستاني ـ انګرېزي ښکېلاک د ختمولو پر بډوالي تورناوه او ډېر ځلې په کور د ننه پرې بندیزونه لګول شوی دي.

ټولنیز خدمتونه او لاسته راوړنې

فخر افغان په پښتني ټولنه کې نه يوازې چې د پوهې او علم په لاره کې د خلکو د هڅولو عملي کار پرمخ اچولی وو، بلکي د هند، پاکستان او بنګله دېش په ویښولو کې یې هم خپل رول ادا کړی دی او د پوهنې او خپلواکۍ په لاره کې یې خپل انساني غږ اوچت کړی وو. پاچا خان لومړی د هغوی د حقوقو د لاسته راړولو لپاره مبارزه کوله څو د انګرېز له غلامۍ څخه خلاص شي، له بل لوري یې د هند د لومړي خپلواک حکومت د رامنځته کېدو په صورت کې له نوموړي څخه د ولسمشرۍ د څوکۍ د منلو غوښتنليک هم ورته لېږل شوی وو. د نوموړي د لوړې حوصلې او ايماندارۍ څرک د هغه له ځواب څخه په دې ډول ښکاري چې ليکلي ېې وو:

د خدای خدمت د ملت خدمت دی او همدې ته ژمن يم څو د هند او پاکستان ولس ته هم خپلواکي تر لاسه کړم او هم یې خدمت وکړم  او که زه د ولسمشرۍ په څوکۍ کښېنم نو دغسې په ازاده توګه ولس ته خدمت نشم کولای لکه دا نن.

په ۱۹۸۴ میلادي کال کې خان عبدالغفارخان د نوبل د سولې د نړېوالې جايزې لپاره د ده غوره خدمتونو له کبله نومول شوی و، خو د وخت د سياستوالو له کبله ېې مخه ډب شوه او په دې لاره کې کوم پرمختګ تر سترګو نه شو. فخر افغان يو له هغو ۴۴ هندي او د سيمې نوموتو مبارزو شخصيتونو په کتار کې حساب کیده چې د هند د حکومت لخوا ياد شوی او په لړ کې ېې ورته د بهارت رتنا لويه ملي جايزه هم ورکړې ده چې د هندوستان لویه جایزه ګڼل کیږي. په همدې توګه یې د جواهر لال نهرو ملي جايزه هم په برخه شوې ده. د افغانستان د پخواني پاچا غازي امان الله لخوا ورته د افغانانو د وياړ لقب ورکړ شوی او د را وروسته لومړي ولسمشر داود خان لخوا ورته د افغانانو د ملي مبارز او مفکر جايزه هم نومول شوې وه.

د خان عبدالغفارخان ویناوې

خان عبدالغفارخان په کابل کې د خپلې هستوګنې پر مهال د افغانستان ګوټ، ګوټ ته سفرونه کړي دي او ښوونځیو او علمي مراکزو څخه یې لیدنه کړې ده. هر ولایت ته به چې کله نوموړی د افغان چارواکو په ملتیا ولاړ نو هلته به یې وګړي د پوهې او علم حصول ته را بلل، د پښتنو په بد حالت به یې اوښکې تویولې د پرمختللې نړۍ او هیوادونو مثالونه به یې د دوی په مخکې ایښودل او افغانان به یې د پوهې د لارې د یوه عصري، پرمختللي، سوله ایز او په خپلو پښو ولاړ افغانستان جوړولو ته رابلل. افغان روغتیاپال او لیکوال ښاغلي ډاکتر یحیی وردګ د (زموږ د پاچا خبرې) تر عنوان لاندې د خان عبدالغفارخان د لنډو ویناوو او خبرو یو کتاب لیکلی چې په ۱۳۸۹ کال د ښاغلي یحیی وردګ د شخصي هلو ځلو په نتیجه کې چاپ شوی دی.

اخځلیکونه:

1.    پښتو ویکیپیډیا

2.    د افغانستان کالنۍ، د اطلاعاتو او کلتور وزارت، ۱۳۴۵ کال، کابل، افغانستان

3.    وردګ، یحیی، زموږ د پاچا خبرې، کابل، ۱۳۸۹ ه ل

4.    د پوهاند عبدالرشید جلیلي شننه، لروبر پښتو ویب پاڼه

www.iccrindia.net

آر لړ ليک
د دې ويب پاڼې ټول مادي او معنوي حقوق د فرهنګستان- د افغانستان د هنر او فرهنګ د ودې ټولنې انټرنټ پاڼې سره محفوظ دي